۱ میلیون، ۷۴۶ زره او ۹۵۰ افغانۍ ۸۷ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د غبرګولي ۱۴مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د اکټیډ موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت بټي کوټ او غني خېل ولسوالیو اړوند ۸۷ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته ۱ میلیون، ۷۴۶ زره او ۹۵۰ افغانۍ ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ۲۰۰۸۰ افغانۍ ترلاسه کړې.