۱۸ کورنیو په ارزګان ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
ارزګان- د وري ۱۴مه-۱۴۰۳
د WFP او IOM موسسو د ارزګان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۱۸ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ترپال او یو شمېر نور اړین توکي ووېشل شول.