۱۵۷ بېوزله کورنیو په بغلان ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې

بغلان- د سلواغې ۴مه-۱۴۰۱
د AKAH موسسې د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکزي ولسوالۍ کې ۱۵۷ بېوزله کورنیو ته له سروې نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۳۱۸۳ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.