۱۱۷۰ اړمنو کورنیو ته په لغمان ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې

لغمان- د کب ۲۸مه-۱۴۰۲
د WADAN موسسې د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند ۱۱۷۰ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۴ لیټره غوړي، ۴ کیلو دالنخود او ۳ پاکټه مالګه ووېشل شول.
