۱۱۲۷ زیانمنو، راستنېدونکو، بېځایه شویو او بېوزلو کورنیو سره په کونړ ولایت کې نغدي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې
کونړ- د لېندۍ ۲۸مه-۱۴۰۲
د کډوالۍ نړۍ وال سازمان د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت اړوند ۱۱۲۷ د زیانمنو، راستنېدونکو، بېځایه شویو او بېوزلو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، د ماشومانو البسې ۱ کېټ او ۱۳۶۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.