۱۱۱ کورنیو ته په بغلان ولایت کې د حمام کېټونه ووېشل شول او د اوبو رسونې د شبکې چارې بشپړې شوې
د CIKA موسسې د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هوفیانو او باشې الله داد کلیو لپاره د اوبو رسونې شبکې پروژې چارې بشپړې او ۱۱۱ کورنیو ته د حمام کېټونه ووېشل.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د یاد ریاست، د مرکزي بغلان ولسوالۍ، موسسې او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې، د ځان مینځلو ۲۰ مکروب ضد صابونونه، د جامو منځلو ۷ صابونونه، یو پلاستیکي بوشکه (۱۰ لیتره)، او نور روغتیايي وسایل ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره