۱۰۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ ۱۶ کاریګرو ته د کار په بدل کې په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې

ننګرهار- د چنګاښ ۱۶-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د DRC موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۱۶ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱۰۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د نغدو پیسو د وېش په دې لړۍ کې هر کاریګر ته د ۲۶ ورځو کار په بدل کې د هرې ورځ لپاره له ۳۵۰ نه تر ۷۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي وې.