۱۰۵ زلزلې ځپلو کورنیو په پکتیکا ولایت کې د کورونو جوړولو لپاره نغدي مرستې ترلاسه کړې

پکتیکا- د غبرګولي ۲۰مه-۱۴۰۲
د کنسرن موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۱۰۵ کورنیو ته چې د تېرې زلزلې له امله یې کورونه ویجاړ شوي و، له سروې وروسته د لومړي قسط نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۸۶۵۵۰ افغانۍ ووېشل شوې. د یادونې وړ ده چې په راتلونکې کې د یاد شمېر کورنیو لپاره د دویم او درېیم قسط نغدي مرستې هم په پام کې نیول شوي.
