۱۰۰ زیانمنو کورنیو په میدان وردګ ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
میدان وردګ- د وری۲۹مه-۱۴۰۲
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت ټولو ولسوالیو اړوند ۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته چې د بارانونو له امله یې کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم، ۵۰ کیلو وریجې، ۲۰ کلچې صابون او ۲ تختې کمپلې ووېشل شول.