۱۰۰۰ زیانمنو کورنیو په هرات ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

هرات- د غویي ۲۸مه-۱۴۰۲
د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۱۰۰۰ کورنیو ته چې د طبیعې پېښو له امله زیانمنې شوي وې، خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۷ کیلو رومیان او ۱۸ دانې هګۍ ووېشل شوې.