پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د سرچینو او ادارې عمومي ریاست سرپرست او څلور رییسان او سلاکاران معرفي شول

rahyab
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۹:۵۳
News

کابل – د غبرګولي ۲۲مه - ۱۴۰۰
غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، د سرچینو او ادارې عمومي ریاست سرپرست او څلور رییسان او سلاکاران یې چې د آزادې سیالۍ آزموینې د پروسې او د افغانستان اسلامي جمهوریت د ریاست عالي مقام له احکام وروسته وګمارل شول، په رسمي برنامه کې د لعل الدین آریوبی، د معلولینو او شهیدانو چارو پخواني وزیر، د ولسي جرګې استازو، محمد قاسم حیدري د پېښو چارو همغږي مرستیال، مرکزي رییسانو په شتون د دې وزارت کارکونکو ته معرفي کړل. په دې برنامه کې شیر محمد فیضي د سرچینو او ادارې عمومي ریاست سرپرست په توګه، حفیظ الله عزیزي د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس په توګه، شفیع الله استانکزي د نظارت او ارزونې رییس په توګه، عزیز الرحمن خیرخواه د خطرونو کمولو او وقایې سلاکار په توګه او سروالدین سیفي د مقام تخنیکي سلاکار په توګه معرفي شول. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د حکومت په سیستم کې بدلون رامېنځته کول یو اصل وباله، او نویو رییسانو او سلاکارانو ته د مبارکي ترڅنګ وویل چې دا وزارت د حکومت په چوکاټ کې د خطرونو کمولو او وقایې، زیانمن شوو ته رسېدنه او د بیا رغونې په برخه کې د پېښو مدیریت اړوند د ټولو فعالیتونو د همغږي، او بسیج کولو رول ترسره کوي او هیله مند یم چې د دې وزارت نویو رییسانو او سلاکارانو په راتلو سره به د پېښو مدیریت په برخه کې اغیزمن فعالیتونه ترسره شي. ورته مهال شیر محمد فیضي، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د سرچینو او ادارې عمومي نوي رییس د خپلې ګمارنې په هکله د حکومت مشرتابه او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ وویل: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت رول د پېښو له امله زیانمن شوو ته رسېدنه او د پېښو خطرونو کمولو په برخه کې د همغږي رامېنځته کول او بسیج کول دې. هغه د پېښو خطرونو کمولو او د پېښو له امله زیانمنو ته د رسېدنې په برخه کې د هر ډول همکاري ژمنه وکړه. وروسته د اطلاعاتو او عامه اړیکو، د نظارت او ارزونې رییس، د خطرونو د کمولو او وقایې سلاکار او تخنیکي سلاکار د جمهوري ریاست مقام او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مقام د اعتماد څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې به د خپلو هڅو او تجربو څخه په ښه توګه کار واخلي.

News

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د کندهار ولایت په کور دننه 306 بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کندهار - د زمري 20مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 306 هغو کورنیو ته چې د جنګ او نا امنۍ له امله له مختلفو ناحیو بېځایه او په مرکز کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۹:۱۲
Background image

په کونړ ولایت کې 168 داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کونړ - د زمري 13مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNHCR موسسې او د کډوالو چارو ریاست سره په همکارۍ, هغو 168 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د دې ولایت د غازي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۲
Background image

په کنړ ولایت کې ١٠٠ کورنیو سره غیر خواکې مرسته ترسره شوه

کنړ - د زمري١٢مه - ۱۴۰۰
د کنړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، او د زهیرالله ،او د محمد صافي په شخصی لګښت ١٠٠ کورنیو ته د صحی او پاکو اوبو لپاره کولرې (ترموز)وویشل شول.