پکتیا ولایت کې د پاملرنې موسیسې د 292 بیوزله کورنیو سره د نغدو پېسو مرسته وکړ.
د پکتیا ولایت پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست سره په همغږۍ او اقتصاد ریاست تر نظارت لاندې پاملرنې(CARE) نړیوالې موسیسې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز او زرمت، احمدابا، سیدکرم، احمدخیل میرزکې ولسوالیو د 292 بیوزله کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړه.
چې په یاده مرسته کې په هرې کورنۍ باندې 18350 افغانۍ وویشل شوې.
په نوموړیو مراسمو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزی رئیس د اقتصاد ریاست استاذي ګډون کړي وو.
هغه کورنۍ چې د مرستې اخیستلو لپاره راغلې وې د پاملرنې موسیسې د کارکوونکو څخه یې مننه وکړه.
دپېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست