پکتیا ولایت کې د جګړو له امله ۱۹۷ داخلي بيځایه شویو کورنیو سره د (۲۷۵۸۰۰۰) نغدي افغانیو مرسته تر سره شوه
ګردیز – ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۰
د پکتیا ولایت کډوالو او راستنیدونکو چارو او پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتووالي ریاستونو سره په همغږۍ د ژغورنې نړیوالې کميټې (IRC) لخوا د پکتیا ولایت اړوند بېلابیلو ولسوالیو کې د جګړو او نا امنیو له امله د ۱۹۷ زیانمنو داخلي بیځایه شویو کورنیو سره چې مرکز ګردیز اړوند سیمو ته بیځایه شويدي د بیلابیلو اړتیاوو پوره کولو په موخه د دوه میلیون اووه لکه او اته پنځوس زره(۲۷۵۸۰۰۰) نغدي افغانیو مرسته ترسره شوه.
پدې نغدي مرستو کې هرې کورنۍ ته (۱۴۰۰۰) څوارلس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د پکتیا ولایت بېړنیو حالاتو کمیسیون دېته ژمن دی چې د ولایت اړوند ټولو داخلي بیځایه شویو ته د لومړنۍ ارزونې او د کورنۍ د تثبیت وروسته په عاجله توګه لاسرسۍ او کومکونه ترسره کړي.