په پغمان والسوالي کې د اورلګېدو له امله د رامنځته شویو  تلفاتو او زیانونو لومړني ارقام

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۵:۱۳
news image

د کابل ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د لومړني راپور له مخې، د یادې ادارې او د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې ادارې د ګډو ټیمونو د لومړنیو سروی او ارزونې پر بنسټ، د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د قلعه حیدرخان په سیمه کې د اورلګېدو پېښې له امله له بده مرغه دوه تنه شهیدان، ۲۶ تنه ټپیان، او ۸۱ تنه برسېرن ټپیان شوي دي. 
همدارنګه، شرکتونو، سوداګرو او کسبه‌کارانو ته له ۱٫۲۰۰٫۰۰۰ (یو میلیون او دوه سوه زره) ډالرو څخه زیات مالي زیان اوښتی دی. 
د یادونې وړ ده چې، دا لومړني ارقام دي او د سروی او ارزونې د جریان له امله د بدلون وړ دي.

۱۴۴۶/۵/۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۵۵
Background image

د کونړ ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې له خوړونو څخه د ډبرو او خټو د پاکولو او د یو ډبرین دیوال د جوړولو کار دوام لري 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image

د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د وېجاړ شویو سړکونو د ترميم چارې پيل شوې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شنيز دره کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز اړوند ۱۰۰ مستحقو کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .