په ننګرهار ولایت کې 10 زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

ننګرهار- د صفر 2-1446
د ننګرهار ولایت پېښو ته د چمتووالي او رسېدنې ریاست د ډنمارک د کډوالۍ سازمان سره په همغږي, د یاد ولایت بهسود ولسوالۍ او جلال آباد ښار اړوند 10 کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ 10850 افغانۍ ترلاسه کړې.