په ننګرهار ولایت کې ۵۵ زیانمن شویو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د تلې ۸مه-۱۴۰۱
د اکټیډ موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو ۵۵ کورنیو ته ۱ میلیون او ۴۴۰ زره او ۲۰۰ نغدي مرستې ووېشلې، او هرې کورنۍ ته د ۲۰ زره نه تر ۲۷ زره پورې نغدي افغانۍ ووېشل شوې.
