په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو د ژمني توکو مرستې ترلاسه کړې

ننګرهار- د کب ۳مه-۱۴۰۲
د UN-Habitat موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت کامه ولسوالۍ اړوند ۲۰۰ کورنیو ته د ژمني توکو مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲ ګازي بخارۍ، د ګاز ۲ ډبې، ۴ تختې کمپلې، جامې، بوټان، پټو او جرابې ووېشل شوې.