په ننګرهار ولایت کې ۱۹۸ کاریګرو نغدي پیسې ترلاسه کړې
ننګرهار- د لیندۍ ۲۶مه-۱۴۰۱
د RRAA موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کانالونو پاکولو او د کاریز ترمیم کار په مقابل کې یاد شمېر کاریګرو ته نغدي افغانۍ ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یو ورځني کار په مقابل کې له ۴۰۰ نه تر ۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
