په ننګرهار ولایت کې د کانال پاکولو چارې پیل شوې

ننګرهار- د زمري ۱۸مه-۱۴۰۲
د ډنمارک کډوالۍ موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په لعل پور ولسوالۍ کې د ګل ډاګ کانال د پاکولو چارې پیل شوې، د یادونې وړ ده چې دا کانال ۱۴ کیلومتره اوږدوالې او ۱.۲ متر عرض لري چې د وروستیو سیلابونو او بارانونو له امله ډک شوې وو، او د دې کانال د پاکولو لپاره ۱۲۴ کاریګرو ته به د یاد کانال د پاکولو لپاره د ورځې ۴۰۰ افغانۍ هر کاریګر ته ورکړل شي.
