په میدان وردګ ولایت کې 1,420 اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه

میدان وردګ - د کب 7مه - 1399
د میدان وردګ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 1,420 اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ د ولایت مقام مرستیال محمد جواد مرادي په شتون پیل کړه, چې هرې کورنۍ ته 92 کیلو اوړه, 17 کیلو دال, 8 کیلو غني شوي اوړه, 2 کیلو مالګه او 10 لیټره غوړي ووېشل شول.