په میدان وردګ ولایت کې ۷۶ زیانمنو کورنیو ته ځمکې ووېشل شوې
میدان وردګ- د لړم ۴مه-۱۴۰۲
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت جلرېز ولسوالۍ په تکانی سیمه کې ۷۶ کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله په بشپړډول ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته د کورونو جوړولو په موخه ځمکې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکې کې به د دغو کورنیو لپاره په وېشل شویو ځمکو باندې کورونه هم جوړ شي.