په میدان وردګ ولایت کې ۱۵۳۷ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه

میدان وردګ- د زمري ۲۹مه-۱۴۰۱
د ترکي خیریه بنسټ IHH د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږۍ، د یاد ولایت له ۱۵۳۷ اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل کړه، چې له دغه جملې څخه ۷۲۰ کورنیو ته په مرکز میدانښار کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه او ۶ کیلو ګرامه خرما ووېشل شوه او پاتې نورو کورنیو ته به هم په چک او سیداباد ولسوالیو کې دغه مرسته وویشل شي.
