په میدان وردګ ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د ایریا ماین پاکۍ مؤسسې د QRT-04 ټیم، د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کوتل تخت سیمه کې یو عدد ۱۲۲ ملي متري د ټانک مرمۍ، دوه عدده د هاوان مرمۍ، او دوه کړۍ د پرسونل ضد ماینونه کشف او په خوندي توګه له منځه یووړل.
د یادونې وړ ده، چې میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست له خلکو غوښتنه کړې، چې د هر ډول مشکوک يا چاودېدونکو توکو د لیدو په صورت کې، ژر تر ژره له اړوندو مسؤلينو سره اړيکه ونيسي، تر څو د خنثی کولو لپاره یې اړين اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره