په مرکز میدانښار کې له ۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

نېټه: ۱۴۴۴/۴/۲۵
د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست لخوا د هغه ۶۰۰ کورنیو سره چې د تېرو سیلابونو له کبله یې کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې وې د خوراکي توکو مرسته ورسره وشوه.
په دغه مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کلیو وریجې شاملې وې چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست لخوا په یادو زیانمنو کورنیو باندې وویشل شوې.
د یادونې وړ ده د مرستو دا لړۍ د ولایت په کچه میاشت وړاندې ۵ زرو کورنیو ته پيل شوې وه چې نن یې وروستی پړاو هم ترسره شو.