په لومړۍ ناحیه کې د ښویېدو په حال کې د ډبرو د ویجاړولو چارې چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی په چټکۍ سره روانې دي

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۶:۷
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال(حاجي وارث)، د لارښوونې پر بنسټ، چې د کابل ښار او د هېواد په کچه د هغو ډبرو د سروې او ویجاړولو د تخنیکي، مسلکي او باتجربه ټیم مشري کوي چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی و، د کابل ښار د لومړۍ ناحیې، درېیم ګذر، خواجه صفا په سیمه کې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو چارې د دې ادارې د مسلکي او تخنیکي ټیمونو له لوري په چټکۍ سره روانې دي.

د دې پروژې په چوکاټ کې، چې د یادې ادارې د پېښو چارو د انسجام معین په مشرۍ د تخنیکي، مسلکي او با تجربه ټیم له لوري تر سروې او ارزونې وروسته، نن ورځ سه شنبه د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام په ۲۱مې نېټې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ له ۱۶مې نېټې سره سمون لري، د لومړۍ ناحیې، درېیم ګذر، خواجه صفا سیمه کې د ۲۲.۱۳۱ مترمکعب په ټولیز حجم ۷ ډبرې په خوندي ډول د دې ادارې د مسلکي ټیمونو له خوا ویجاړې شوې.

په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکو څرګنده کړه چې د استوګنې ګڼ شمېر کورونه او نور عامه تأسیسات د دغو ډبرو له جدي ګواښ سره مخ وو، خو اوس د دې خطر لویه برخه له منځه تللې او دغه بهیر د خلکو له هرکلي او ستاینې سره مخ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په کابل ولایت کې د خطرناکو ډبرو د سروې، ارزونې او تخریب لړۍ پیل شوې ده او دغه بهیر به په منظم، پلان شوي او پروګرام شوي ډول د هېواد په کچه دوام ولري، ان‌شاءالله.

یادونه: د کابل ښار او د هېواد د نورو ولایتونو له اوسېدونکو څخه غوښتنه کېږي، که چېرې په هره سیمه کې داسې ډبرې موجودې وي چې د استوګنې پر کورونو یې د رالوېدو خطر موجود وي، نو موضوع دې د اصولو او مقرراتو له مخې د اړوند ګذر د وکیل له لارې تعقیب او وروسته دې په رسمي، تحریري او مکتوبي ډول له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره شریکه کړي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵
Background image

د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیسانو د ظرفیت لوړونې تخصصي سمینار د پېښو د اغېزناک مدیریت پر پیاوړتیا په ټینګار سره پیل شو

نن شنبه سهار، د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیسانو د ظرفیت لوړونې یو اوونیز تخصصي سمینار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۴۸
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د اوبو کانال د پاکولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز اړوند د سیدآباد او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز کې د ښوېېدو له ګواښ سره مخ ۱۸ لویې خطرناکې ډبرې وېجاړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د مرکز اړوند په الیاس‌خېل کلي کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .