په لغمان کې د زیانمنو کورنیو د سروې بهیر دوام
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM، WFP، RRDPO، OCHR، UN-WOMAN او FAO-ARM موسسو په همکارۍ، د وروستیو سختو بارانونو له امله د زیانمنو کورنیو د سروې بهیر په مرکز مهترلام او یو شمېر ولسوالیو کې روان دی.
د یادونې وړ ده، چې دا بهیر به د زیانمنو کسانو د دقیقې پېژندنې او د هغوی د اړتیاوو د ارزونې په موخه ترسره کېږي.
مسؤلین زیاتوي، چې د مهترلام ښار او د علیشنګ، فراشغان او دولتشاه ولسوالیو اړوند یو شمېر زیانمنې کورنۍ پېژندل شوې دي، او د ارزونې تر بشپړېدو وروسته به ورته لازمې مرستې برابرې شي.
د معلوماتو له مخې، سره له دې چې په سیمه کې لا هم بارانونه دوام لري، د سروې ټیمونه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي څو زیانمنو ته پر وخت رسېدنه وشي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارهش
