په لغمان ولایت کې ۶۳۳ اړمنو او بېوزله کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشل شوې

لغمان- د لیندۍ ۹مه-۱۴۰۱
د IOM موسسې د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۶۳۳ اړمنو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیرنغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۷۵۰۰ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.