په لغمان ولایت کې ۲۳ زیانمنو کورنیو ته د نغدي مرستو وېش
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماشومانو د ملاتړ نړيوالې موسسې (Save the Children) په همکارۍ، په یاد ولایت کې ۲۳ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ۲۰۹۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مشر محترم قاري خیر محمد غازي په وینا، له زیانمنو د ملاتړ په موخه له ملي او نړیوالو سازمانونو سره د همغږۍ لپاره هڅې روانې دي.
۱۷/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره