په لغمان ولایت کې یو کیبلي پل تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۲۱:۲۷
تصویر خبر

 د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې د نوري کلي اړوند یو کیبلي پل چې د طبیعي پېښو له امله ویجاړ شوی وو، تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس قاري خیر محمد غازي د یاد پله د پرانیستنې په مراسمو کې وویل چې دغه پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د داخلي بودیجې په واسطه د ۲,۱۷٦,۰۵۰ ( ٢ میلیونو، ١٧٦ زره او ٥٠ ) افغانیو په لګښت د درېو میاشتو په موده کې ورغول شوه. هغه زياته کړه، چې اوسمهال له دغه پله څخه درې زره کورنۍ د تګ راتګ لپاره ګټه اخلي، په داسې حال کې، چې له دې مخکې یادې کورنۍ له ډېرو ستونزو او محدوديتونو سره مخ وې.
 د لغمان والي، شیخ شیراحمد حقاني هم په دې مراسمو کې ټینګار وکړ چې دغه پروژه د اسلامي امارت له داخلي بودیجې تمویل شوې او بیارغونې یې د خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتیا برابره کړې دي. نوموړي په راتلونکي کې د ورته پروژو د پلي کولو په اړه هم معلومات ورکړي دي.
 بل خوا د سیمې اوسیدونکو د دغه کړنې هرکلی کړی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د دغه پله لپاره استنادي دیوالونه جوړ کړي، ترڅو په راتلونکي کې د هر ډول احتمالي تخریب مخه ونیول شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درېیو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې پیل کړې 

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لویو رئیس؛ الحاج ملانورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د دې ولایت د برکي برک ولسوالۍ په درې الف. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په علینګار ولسوالۍ کې د کیبلي پل د جوړولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۲:۳۳
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د میمنه ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۴۱۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .