په فراه ولایت کې 470 زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې
فراه- د زمري 11مه- 1402
د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست, په یاد ولایت کې د 470 شهدا وارثینو او معلولینو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې له یادې جملې 165 کورنیو ته 50 کیلو غنم او 50 کیلو اوړه هرې کورنۍ ته, او 305 نورو کورنیو ته 50 کیلو اوړه هرې کورنۍ ته ووېشل شول.
