په فراه ولایت کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د (DRC) دفتر په تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت د فراه رود ولسوالۍ په آب خرما کلي کې یوه کړۍ خوشه ای ماین کشف او خنثی کړ.
د یاد ریاست مسؤلینو د چاودېدونکو توکو خطرونو ته په اشارې سره وویل، چې د هر ډول چاودېدونکو او مشکوکو توکو د لیدلو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیول شي تر څو یې د له منځه وړلو لپاره پر وخت اړین تدابیر ونیول شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
