په غور ولایت کې ۱۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۱ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۲۵ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي او ۲ تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۴/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره