په غزني ولایت کې ۴۰۰۰ زیانمن شویو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
غزني- د وږي ۳مه-۱۴۰۱
د هلتو موسسې د غزني ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۴۰۰۰ کورنۍ چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۴۹۰۰ نغدي افغانۍ د موظف پلاوي شتون کې ووېشلې.