په سمنګان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله ۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارز آمادګۍ ریاست، ۳ کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې په ترافیکي پېښه کې زیانمن شوي و، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې ده چې په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، یوه بورۍ مکروني او یو کارټن مګي آش ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۴/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره