په سرپل ولایت کې د تېلو ټانکونو او پمپسټېشنونو څارنه وشوه

د سرپل ولایت د اورلګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې، ۲۷ د تېلو ټانکونه او د مایع ګاز تاسیسات وڅارل، او ټاکل شوي چکلیستونه یې د احتیاطي تدابیرو د پلي کولو او د خوندیتوب د زیاتېدو په موخه اړوندو مسئولینو ته وسپارل.
دا بهیر چې له کابل ښار څخه پیل شوی، اوس په ټول هېواد کې د خوندیتوب رامنځته کولو او د اورلګېدنې د پېښو د مخنیوي په موخه پلي کېږي.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۱۸ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره