په زابل ولایت کې ۳۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشل شوې

زابل- د غبرګولي ۲مه-۱۴۰۳
د زابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM, WFP, UNICEF او AADA موسسو سره په همکاري، د یاد ولایت مرکز قلات ښار اړوند ۳۵ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۳۰۰ افغانۍ، ۱ تخته کمپله، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو دالنخود او یو شمېر نور توکي ووېشل شول.