په خوست ولایت کې ۴۷ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ترسره شوې
خوست- د وږي ۲۷مه-۱۴۰۲
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۴۷ کورنۍ چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه په نیمه او بشپړډول زیانمن شوي وو، له سروې وروسته د موظف پلاوي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۲ تختې کمپلې، ۱ جوړه څپلکې او ۱ پاکټ شیدې ووېشلې.