په خوست ولایت کې ۱۴ زیانمن شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې
خوست- دغبرګولي ۲۳مه-۱۴۰۱
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، ۱۴ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۱هایجن کېټ، د اوبو پاکولو ۲۱۰ ګولۍ، د عامه پوهاوي ۳ بروشرونه، ۳ توشکې، د اوبو ۱ سطل، ۳ تختې کمپلې، ۱۰ کیلو مایع ګاز او ۱ باب خیمه ووېشل.
