په تخار ولایت کې د راتلونکي ژمي له امله د احتمالي زیانمنونکو کورنیو سروې ترسره شوه

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان سره په همکاري، د ژمي احتمالي زیانونو سره مخ کورنیو د سروې او پېژندنې لړۍ پیل کړه. د دې سروې په ترڅ کې په فرخار او ورسج ولسوالیو کې ۲۰ زیانمنونکې کورنۍ د ژمي مرستو د وېش لپاره په نښه شوې دي. د یادونې وړ ده چې د دې لړۍ په ترڅ کې به د راتلونکې ژمي څخه زیانمنونکو ۲۶۶ کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشل شي.
بغلان- د ربیع الاول ۲۱-۱۴۴۶
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره