په بغلان ولایت کې ۱۶۸ بېوزله کورنیو ته څه د پاسه ۲ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې
بغلان- د مرغومي ۱۳مه- ۱۴۰۱
د آغا خان موسسې د بغلان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په تاله برفک ولسوالۍ کې ۱۶۸ بېوزله کورنیو ته څه د پاسه ۲ میلیونه افغانۍ د موظف پلاوي په شتون کې ووېشلې.
له دغو نغدي مرستو هرې کورنۍ ته ۱۳۱۸۳ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.
