په بغلان ولایت کې یوه کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف او خنثی شو

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۱۰
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د بیړنۍ اړیکې شمېرې (070,8606060) له لارې د ترلاسه شوي اړیکې پر بنسټ، د  (MCPA) مؤسسې د بېړنۍ ځواب وینې  MCPA-QRT-01ټیم د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ او د دې ولسوالۍ پیشمان درې کلي ته د عملیاتو لپاره ولېږدوه.

د دې عملیاتو په ترڅ کې، یوه کړۍ د وسایطو ضد ماین چې د سیمې د اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی و، کشف، په خوندي ډول انتقال او له منځه یوړل شو.

همدارنګه، د جګړو څخه پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه، د سیمې اوسېدونکو ته د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.    

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۲ هـ ق                                                                                               

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .