په بدخشان ولایت کې د هستوګنې لپاره د آغا خان (AKAH) مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۲۸
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام د لارښوونې له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست پلاوي، د دې ولایت واخان، اشکاشم او شغنان ولسوالیو ته د هستوګنې لپاره د آغا خان (AKAH) مؤسسې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو د فعالیتونو د څارنې په موخه سفر وکړ. 
د دې سفر په لړ کې، ټاکل شوي پلاوي د دې مؤسسې له بېلابېلو پروژو څخه، چې د محافظوي دیوالونو، مقاومو کورونو، د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ګدامونو جوړولو او د پېښو د مدیریت د کمېټو جوړښت پکې شتون درلود, لیدنه وکړه. 
د واخان ولسوالۍ په کرت کلي کې، د محافظوي دیوال پروژه د ۱۲۴ متره په اوږدوالي او ۲.۶۵ متره په لوړوالي او د یو میلیون او څلور سوه او شپږ اتیا زره او اوه سوه او شپېته (۱,۴۸۶,۷۶۰) افغانیو په بودجه، د AKAH دفتر برخه, د یو زر او سل (۱,۱۰۰) ډالرو په بودیجه د زلزلې په مقابل کې ۹ بابه مقاوم کورونه او د خوراکي خوراکي توکو د ذخیره کولو ۱۳ بابه ګدامونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. همدارنګه په دې ولسوالۍ کې، د پېښو د مدیریت ۵۵ کمېټې چې ټولټال ۱۳۷۵ غړو ته پکې زده کړې ورکړل شوي, جوړې کړې دي. 
همدارنګه په اشکاشم ولسوالۍ کې، د غیر خوراکي توکو لپاره ۵ بابه ګدامونه او د پېښو د مدیریت ۴۶ کمېټې، چې ۱۱۵۰ غړو ته پکې زده کړې ورکړل شوي, فعالیت لري. 
په شغنان ولسوالۍ کې هم، د غیر خوراکي توکو ۱۰ بابه ګدامونه، د مرکزي زخیرې ۷ کانټینر، د پېښو د مدیریت ۵۶ کمېټې او په ده مرغان کلي کې د (۱۹,۲۲۱.۹) ډالره بودیجې په ارزښت د ډبرې د ښویېدو د خطر د کمولو پروژه د پلي کېدو په حال کې ده.   
د څارنې پلاوي، د هستوګنې لپاره د آغا خان مؤسسې فعالیتونه د انجینرۍ د معیارونو او پلان مطابق و ارزول او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د سیمې د ټولنې د چمتووالي په زیاتوالي کې یې د دې مؤسسې د رول قدردانی وکړ. 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۵۱ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۲ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

 د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په مالي ملاتړ، د دې  ولایت د ده سبز ولسوالۍ په شهرک محمدیه، خواجه چاشت او  ترکو کليو کې د وروستیو اورښتونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۰
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۷ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د AWCPO موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په جاني خېل، ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .