په بامیان ولایت کې زیانمنو او مستحقو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش
د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۳۱۵ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته د یاد ولایت په مرکز کې خوراکي مرستې ووېشلې.
دغه مرستې د هستوګنې لپاره د آقاخان (AKAH) موسسې له لوري د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې، په دې لړۍ کې د هرې کورنۍ لپاره ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۲ لیټره غوړي، ۱۲ کیلو لوبیا او ۱.۵ کیلو مالګه په پام کې نیول شوې وه، چې هغوی ته ووېشل شوی.
نېټه: ۱۴۴۶/۴/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره