په بادغیس ولایت کې اړمنو او مستحقو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول
بادغیس- د وړي ۱۷مه- ۱۴۰۱
د بادغیس ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د ای ای ایچ موسسې سره په همکاري، ۴۰۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، وروسته له سروې مستحقې وپېژندل شوې او د یاد ولایت په قلعه نو کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ اوړه ۵۰ کیلویي، ۱۰ لیټره غوړي، ۶ پاکټه وریجې، ۵ قطعي پخه شوي لوبیا، ۴ کیلو بوره، ۶ پاکټه مکروني ووېشل شوې.
