په ارزګان ولایت کې ۳۹۰ زیانمن شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ترلاسه کړل
ارزګان- د چنګاښ ۳۰مه- ۱۴۰۱
د ارزګان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په بېلابیلو ولسوالیو کې ۳۹۰ کورنۍ چې د سیلاب له امله زیانمنې شوي وې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل. د یادونې وړ ده چې د یاد ولایت په مرکز کې هم د زیانمن شویو سره د مرستو په پار د سروې لړۍ روانه ده.
