ورستیو زلزله ځپلو ته د کومک رسېدنې په موخه بېړنۍ غونډه ترسره شوه

نن سهار د دوشنبې ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري رییس؛ محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار په مشرۍ د هېواد په کچه د ملی او نړیوالو مرستندویه سازمانونه او مؤسسو سره وروستۍ زلزله ځپلو ته د پر وخت رسېدنې په موخه د دې ادارې په کاري دفتر کی بیړنۍ غونډه ونیول شوه، محترم عالمیار صاحب راغلیو مسؤلینو ته ښه راغلاست وویل او د یادې غونډې د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې. په غونډه کې د ملي او نړیوالو مؤسسو او سازمانونو استازو، د ریاست دفتر رییس محترم مولوي صاحب فضل الباري جواد، د ماین پکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رییس محترم قاري نورالدین رستم خیل، د مقام سکرتر ملا سید احمد عثماني، د نړیوالو اړیکو آمر برهان الدین شینواري او د دې ادارې یو شمیر آمرینو ګډون درلود.
په دې ناسته کې، د ادارې د دفتر رییس محترم جواد صاحب په مبارکو نبوي احادیثو سره زیانمنو شویو ته د پر وخت رسېدنې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او یاده غونډه یې ارزښتمنه وبله.
ورپسې، د نړیوالو اړیکو آمر؛ له یادو پېښځپلو سره د مرستو ترسره کول د داخلي او بهرنیو بنسټونو مسؤلیت یاد کړ، او زیاته یې کړه چې وروستۍ زلزلې د ټول هیواد په کچه په اکثرو ولایتونو کې په ځانګړي ډول په ٣ ولایتونو کې زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، نو له همدې امله یې د ټولو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چی د زلزله ځپلو سره په ۷۲ ساعته کې تاسو د خپلو امکاناتو سره سم اړین کومکونه وکړﺉ.
په دوام یې، د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رییس، محترم رستم خیل یادو بنسټونو ته د هر ډول همکاریو د کولو ډاډ ورکړ او د مرستو د ښه مدیریت او شفافیت د رامنځته کولو په منظور یې، د دې ادارې او د ملي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.
همدارنګه، ملي او نړیوالو بنسټونو د خوراکي، غیر خوراکي، روغتایي او لنډمهاله سرپناه مرستو د چمتوالي ډاډ ورکړ او ویې ویل چې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو هڅې به د هغوی د کاري لومړیتوبونو په سر کې وي. او د امکان په صورت کی به په ۷۲ ساعته کی د ننه خپل کومکونه ور رسوو.
د غونډې په پای کې، د زلزله ځپلو سره د ستونزو پر بیړني حل کولو باندی ټینګار وشو.
نېټه: ۱۴۴٧/٣/٨ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره