ننګرهار ولایت کې ۱۴۷ زیانمن شویو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې
ننګرهار- د وږي ۲۳مه-۱۴۰۱
د IRC موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۱۴۷ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۱۳۴۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
