ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي رئیس د اکتید مؤسسی مسؤل سره په خپل کاري دفتر کي ولیدل.

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۳:۲۸
news image

ننګرهار ، دوشنبه ۲ شعبان ۱۴۴۵
ننګرهار ولایت پيښو پر وړاندي چمتووالي ریاست رئیس مولوي سیف الله خالد د ننګرهار څانګي اکتید مؤسسي مسؤل انجنیر شفیق یوسفي سره همغږي ناسته ترسره کړه.
د یادي ناستي په ترڅ کي ښاغلي یوسفي د خپلی ترسره کیدونکو پروژو په اړه وویل چي اکتید مؤسسه فعلاً ننګرهار ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالی ریاست په همغږي په ۵ برخو کي پروژي لري چي عبارت دي له د کور جوړوني، غریبو فامیلونو سره ژمني مرسته، د کار په مقابل کي د پیسو ورکړي پروګرام، غریبو فامیلونو سره د مختلفو موخو لپاره مرسته او ضرورتونو په نښه کولو پروژه.
د ښاغلي یوسفي په وینا فعلاً یادي پروژی په ښه شکل جریان لري او کوښښ کیږي چي په خپل وخت اړمنو کورنیو سره مرستي ترسره شي.
ورپسي پیښو پر وړاندي چمتووالي ریاست رئیس د اکتید مؤسسي مسؤل ته د منني ترڅنګ د هر راز لازمي همکاري ډاډ ورکړ او د نورو پروژو په اخیستلو يي ټینګار ترسره کړ.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۰۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ورلډویژن موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په خواجه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 له پېښو د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشر د حقوقو،آزادۍ او بشري مرستو موسسې (IHH) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۴۶
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخی، چې د پروژې تمویل کوونکی يې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .