ميدان وردګو کې د طبيعي پېښو له ۵ زيانمنو کورنيو سره نغدي او غير نغدي مرسته ترسره شوه

rahyab
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۱۰:۲۵
News

د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار او نرخ ولسوالۍ کې له هغو ۵ کورنيو سره د نغدي مرستي تر څنګ د غذايي او غيرغذايي موادو مرسته ترسره شوه،
چي د وروستيو ورښتونو له امله يي کورونه تخريب او مرګ ژوبله ورته اوښتې وه. دغه مرسته د ولایتي ادارې په همکارۍ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست او یونېسف موسسې لخوا ترسره شوه، چې پکې د هر شهيد کورنۍ ته د یاد رياست لخوا ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته، ۲۰۰ کيلو ګرامه اوړه او د یونسیف موسسې لخوا هرې کورنۍ ته یوه تخته ترپال، د آشپزخانې لوازم، صحي کېټ، کمپلې او ځینې نور اړین توکي ووېشل شول.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولین وایي، دا مهال په سيداباد، چک، دايميرداد، مرکز او نرخ ولسوالیو کې د مرستې په موخه سروې له پلان سره سمه روانه ده، چي پکې به له سلګونه زيانمنو کورنيو سره مرسته ترسره شي.

News

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۱۴ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نه آنلوس او د انټرساس موسسو په مالي ملاتړ، د دې ولایت د سروبي، ده سبز ولسوالیو او کابل ښار اړوند ۳۷۳ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۴:۱۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۴۲ کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې وووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د SCI او د PU-AMI موسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت اړوند د یو روزنتون یتیمانو، بې سرپرسته او د پاکستان د بریدونو له امله بېځایه شویو ۶۴۲. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې ۵ کړۍ چاودېدونکي توکي کشف خنثی کړل. 

د یادې مؤسسې اړوند (AIM-01. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .