لوګر ولایت کې ۱۰۰ زیانمن شویو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه
لوګر- د وږي ۳مه-۱۴۰۱
د DRC موسسې د لوګر ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۱۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې هرې کورنۍ ته د مولوي جانان د بیړنیو حالاتو او عملیاتو مرکز رییس او د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس په شتون کې ۲۸۰۰۰ نغدي افغانۍ ووېشلې.